د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو کلي اړوند له یوې زیانمنې کورنۍ سره د نغدو پیسو مرسته شوې.
دا سل زره افغانۍ د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ادارې له خوا زیانمنې کورنۍ ته ورکړل شوي.
له بلې خوا د نوموړي ولایت له پیښو سره د مبارزې رییس مولوي فیض الله جلالي ویلي چې تر دې دمخه یې هم د مشرتابه له لارښوونې سره سم د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی کړی.