د هلمند امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر ویلي چې ددې ولایت ګرمسېر او خانشين ولسواليو کې تېره ورځ زرګونه لېټره تېل او خوراکي توکي نیول شوي دي.
دا توکي په ۶ موټرونو کې بار وو چې له ګاونډي هېواد هلمند ته په ناقانوني توګه رالېږدېدل.
امنیتي ځواکونو همدارنګه د هلمند په خانشین کې یو بنس موټر هم نیولی چې ۵۰۱ کارټنه خوراکي توکي پکې بار وو.
له دې قاچاقي توکو سره ۹ تورن هم نیول شوي چې د لا ډېرو پوښتنو ګروېګنو په موخه اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ځواکونو د ډیورنډ پر فرضي کرښه تر دې دمخه هم ګڼ ناقانونه قاچاقي توکي نیولي وو.