د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت د غزني ناوې ولسوالۍ په فيضو کلي کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو بند جوړيدو د چارو له پيل کېدو خبر ورکړی دی.
د دغه بند د بنسټ ډبره د ياد وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخوندزاده له لوري کېښودل شوې ده.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند به په ۲۱۰ متره اوږدوالي او ۶ متره لوړوالي سره د ۳۰ زره متر مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتيا ولري. ياده دې شي، چې له دې سره به د يادې سيمې لسګونه تنو ته پکې د کار زمينه هم برابره شي.