ډېر لوستل شوي

افغان لوبډله د راتلونکې سياليو په پار پاکستان ته ورسېده

افغان لوبډله په چمپينز ټرافي (اتلانو جام) سياليو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلي ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې افغان لوبغالړي به په ياد هېواد کې له څو ورځو تمريناتو سياليو وروسته خپله لومړۍ لوبه د رواني فبروري مياشتې په ۲۱ مه نېټه د کراچۍ په کرېکټ لوبغالي کې د سويلي افريقا پر وړاندې ترسره کړي.
ياد کرېکټ بورډ تر دې وړاندې ويلي، چې د دې سياليو په نوملړ کې د الله محمد غضنفر پر ځای ننګيال خروټي ته ځای ورکړل شوی دی.
ياده دې شي، چې افغان لوبغاړي به د چمپينز ټرافي تر سياليو وړاندې دوه تمريناتي لوبې د پاکستان الف لوبډلې او ورپسې دويمه لوبه د نيوزيلنډ لوبډلې پر وړاندې په ترتيب سره د لاهور په قذافي او کراچۍ کرېکټ لوبغالو کې د روانې مياشتې په ۱۴مه او ۱۶ مه نېټه ترسره کړي.

اړوند خبرونه