عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لومړي ځل لپاره د کندهار پوهنتون په جامع جومات کې ددې پوهنتون له استادانو، محصلینو او کارکوونکو سره ناسته کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه نن غرمه(چهارشنبه، سلواغې ۲۴مه) د کندهار پوهنتون غړو او محصلینو ته هر اړخیزه وینا کړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه ددې کتنې په پیل کې د عصري او دیني علومو پر ارزښت خبرې اترې وکړې. امیرالمؤمنین حفظه الله استادانو او محصلانو ته په خطاب کې وويل: «ګورئ استادانو او محصلانو، تاسو هم دیني او هم دنیوي زده کړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب العلمانو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو نه د خدمت هیله لري؛ په دې هېواد کې په څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی محصلینو ته په وینا کې ویلي، چې له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې نورو ته ورپېژنئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهې پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ.