د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ليبيا سره نږدې په سمندر کې د کډوالو کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې ۱۶ پاکستاني اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې په دې پېښه کې ۳۳ پاکستاني اتباع ژوندي ژغورل شوي چې د ليبيا يو روغتون ته د درملنې په پار لېږدول شوي.
ويلکېږي، چې اکثريت ځوانانو له پاکستان څخه د بې روزګارۍ له امله اروپايي هېوادونو ته مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې دا لومړی ځل ندی چې اروپايي هېوادونو ته روان پاکستاني کډوال په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

