ډېر لوستل شوي

نتنياهو: که تر شنبې برمته شوي کسان خوشې نه شي د غزې جګړه به بيا پيل کړي

د صهيونېست رژيم لومړي وزیر بنيامين نتنياهو خبرداری ورکړی، که حماس جهادي غورځنګ برمته شوي کسان تر شنبې خوشې نه کړي، په غزې کې به سخته جګړه پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د حماس جهادي غورځنګ د پوځي څانګې يوه وياند عزالدين القسام ويلي، چې صهيونېست رژيم په غزه کې د اوربند له شرايطو سرغړونه کړې او هغه برمته شوي بنديان چې ټاکل شوې د فيبروري په ۱۵ خوشې شي، تر بل امره ځنډولي دي.

د ويلو ده، چې د صهيونېست رژيم او حماس جهادي غورځنګ ترمنځ د اوربند له مخې، د جنوري  په ۱۹ مه نافذ شوی، چې د سلګونه فلسطينيانو د خوشې کېدو په بدل کې حماس په پنځو پړاوونو کې یرغمل برمته شوي کسان خوشې کړي.

اړوند خبرونه