د ميدان وردګو د پوهنې رياست وايي، چې د روان کال په لړ کې د يونيسف مؤسسې په مالي ملاتړ د ۴۳ ميليونه ۳۳۳ زره او ۸۳۴،۷۱ افغانيو په ارزښت ودانيزې چارې ترسره شوې دي.
ياد رياست وايي، چې دغه چارې د دې ولايت د پوهنې رياست اړوند د ۷ ولسواليو په ۷ ښوونځيو کې زدهکوونکو ته د هوسا او مناسب چاپېريال رامنځته کولو په موخه ترسره او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
د وردګو ولايت د پوهنې رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې ودانيزو چارو کې احاطوي ديوالونه، د لمريزې برېښنا سيستم، د پاکو اوبو څاګانې، عصري سيستم تشنابونه، سيفټيک څاګانې او استنادي ديوالو هم شامل دي.
ياده دې شي، چې له دې سره به په دغو ښوونځيو کې د زدهکوونکو تر ډېره شته ستونزې هوارې شي.