د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست شيخ مولوي نداء محمد نديم خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې يوې لويې غونډې ته د وينا ترڅنګ شيخ زايد پوهنتون کې دوه لويې پروژې پرانېستې دي.
په دې غونډه کې ښاغلي نديم استادانو ته په خطاب کې وويل: “موږ او تاسو د دې نظام خادمان یوو؛ نو راځئ چې هر یو په خپله برخه کې له زړه خدمت وکړو، په صحیح اسلامي طریقه د دې ملت د بچیانو روزنه وکړو او د علم کیفیت لوړولو کې زیار وباسو. “
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د خپل سفر په ترڅ کې، په شيخ زايد پوهنتون کې د ۱۰،۵ میلیونه افغانیو په لګښت له وارداتي برېښنا سره د پوهنتون وصل کولو او د څه باندې ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنتون عمومي چوک د اوبو فواره او حوض پروژې ګټې اخېستنې ته سپارلې دي.
ياده دې شي، چې شيخ مولوي نداء محمد نديم خوست ته د خپل سفر په مهال د ياد پوهنتون له تدريسي روغتون څخه ليدنه کړې او د دې پوهنتون مسوولينو ته يې لازمې لارښوونې کړې دي.