ډېر لوستل شوي

پکتيکا کې څه باندې ۲ زره اړمنو کورنيو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د پکتيکا د کليو، بيارغونې او پراختيا ریاست وايی، چې په دې ولايت کې له ۲ زره او ۷۵۹ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

په يادو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه ۵ لېټره غوړي او ۶ کيليو دال وېشل شوي دي.

ياده دې شي، چې دغه مرسته د نړيوال خوراکي پرګرام (ډبيلو‌اېف‌پي) او د “ار‌اېچ‌ډي‌او” مؤسسې په مالي همکارۍ سره ترسره شوې ده.

اړوند خبرونه