د جرمني په مونشن ښار کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر پلیو کسانو وروستی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۸ تنه ژوبل شوي دي.
اسوشیتید پریس د جرمنی پولیسو له قوله لیکلي چې پیښه نن(پنجشنبه، سلواغې ۲۵مه) سهار مونشن ښار کې د خدماتي کارګرانو د اتحادیې د لاریون پر مهال رامنځته شوې ده.
د جرمني پولیسو رویټرز خبري آژانس ته ویلي نیول شوی شکمن کس یو ۲۴ کلن افغان پنا غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني هېواد دې وروستیو کې د افغان مجرمینو د ایستنې لړۍ چټکه کړې ده.