ډېر لوستل شوي

د راتلونکې شنبې ورځ به درې برمته اسراييليان خوشي شي

د حماس جهادي غورځنګ تېره ورځ خبر ورکړی، چې له پلان سره سم به درې برمته اسراييليان خوشي کړي.

د ياد غورځنګ وياند عبداللطيف القانوع اسوشيټېډ پرس خبرې اژانس ته ويلي، چې دا برمته کسان به د شنبې په ورځ ازاد شي.

دا په داسې مهال ده، چې تېره دوشنبه د حماس د پوځي څانګي يوه وياند خبر ورکړی و، چې صهيونېست رژيم په غزه کې له اوربند څخه سرغړونه کړې او د برمته شوي اسراييليان خوشي‌کېدل به تر بل امره ځنډوي.

اړوند خبرونه