د کابل والي ملا امينالله عبيد وايي، په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او هيڅ ډول اختلاف پکې شتون نه لري.
ښاغلي عبيد زياته کړې، چې د اسلامي امارت بيا واکمنېدل د افغانانو د يوالي ښکارندويي کوي.
د نوموړي په وينا، ځينې مغرضي رسنۍ د افغانستان په تړاو ناسم او له حقيقته لرې تبليغات کوي. ياده دې شي، چې د کابل والي دغه څرګندونې نن د سلواغې ۲۶ مې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې کړې دي.