د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دلوې/سلواغې ۲۶مه د افغانستان په تاريخ کې يوه له وياړه ډکه او د الله “ج” د شکر ورځ بللې ده.
ښاغلي مجاهد ويلي، چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د ټول افغانانو او مسلمانانو جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونه او تکليفونه د دې سبب شول، چې د وخت شوري قوت مات او له دې خاورې يې وباسي.
د اسلامي امارت وياند دغه راز ويلي، چې د تیرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره زموږ د خپلواکۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي. مولوي ذبيحالله مجاهد له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د تېر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسيسو په وړاندې بيدار و اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره خپلو اسلافو لار تعقيب کړي او خپل دين، عقيده او خپلواکي وساتي.