د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستيال جيډي وېنس په مونيخ کنفرانس کې پرخپلو اروپايي متحدانو توندې نيوکې کړې دي.
نوموړي اروپايي حکومتونه پر دې تورن کړي، چې ګوندې له خپلو ارزښتونو په شا شوي او د کډوالۍ او د بیان ازادۍ په اړه د رايې ورکوونکو اندیښنې له پامه غورځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تمه وه په دې کنفرانس کې د اوکراين د جګړې پای ته رسېدو او دغه راز د اروپا د دفاعي لګښتونو د ډېريدو په تړاو خبرې وشي.

