ډېر لوستل شوي

د يو شمېر سټنډرډونو تخنيکي ټکي وڅېړل شول

د سټنډرډ ملي ادارې په تخنيکي تالار کې د نفتي سټنډرډونو د جوړونې تخنيکي کمېټې غونډه شوې ده.

ياده اداره وايي، په دې غونډه کې د اوبو او رطوبت ضد قير (اسفالت) ځانګړتياوو سټنډرډ او د ډيزل تېلو سټنډرډونو تخنيکي ټکي څېړل شوي دي.

دغه اداره زياتوي، د قير (اسفالت) سټنډرډ چې د(REAPPROVED 2021)   ASTM D449/D449M-03  نړیوال سټنډرډ پر بنسټ جوړ شوی، له علمي او تخنیکي ارزونو وروسته تأیید او نهایی شو.

د خبرپاڼې له مخې، د اوبو او رطوبت ضد قیر سټنډرډ په بنسټیزو او صنعتي پروژو کې خورا مهم رول لري او د هېواد له سوداګرۍ او اقتصاد سره مرسته کوي.

ياده دې شي، په دې غونډه کې د ملي سټنډرډونو او ودانيزو کوډونو د جوړونې رييس مولوي محمد حنيف، د اړوند کمېټې رييس او د کمېټې نورو غړو ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه