د احصايي او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د تېرې مرغومې مياشتې په ترڅ کې د هېواد په کچه د ۱۶۲.۲ ميليون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۰۹۷.۲ ميليون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په ليندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰.۲ ميليون ډالرو ته رسېد، چې د تېرې مرغومې مياشتې د صادارتو ارزښت د ليندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ ميلونه ډالره کموالي ښيي.
دې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په مرغومې مياشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو ډېر واردات بيا له ايران، پاکستان او چين هېوادونو څخه تر لاسه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات د برېښنا د وارداتو له ارزښت پرته شامل دي.