په کابل کې د ايران سفير عليرضا بېګدلي فراه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، چې ايران له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا په لټه کې دی.
نوموړي دغه راز ويلي، ايران هڅه کوي چې د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ، حمل او نقل، د باروړونکو موټرو او د خلکو پرمخ د تګ راتګ ټولې نښلونکې لارې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او ايران سوداګريزې او ډيپلوماټيکې اړيکي لوړې کچې ته رسېدلې دي.