د خوست ولایتي مسوولین وايي، چې په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده. د مسوولینو په خبره په دې وچه مېوه کې د جلغوزيو، پستې او بادامو په ګډون ۱۷ ډوله مېوه شامله ده.
ورته مهال په خوست کې ځینې سوداګر پر سوداګریزو توکو د تعرفو او مالیاتو لوړېدل او په ویزو اخیستو کې ځنډ ننګونې ستونزې ګڼي. بل خوا سیمه ییزو مسوولینو ژمنه کړې چې سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.