د کندهار ـ هرات د ۷۳۷.۵ کيلو مټره وسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين چارې نن رسمآ پيل شوې.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، چې د يادې کرښې د تفصيلي ډيزاين چارې د شاوخوا ۲۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې دي. ياده دې شې، د کندهار ـ هرات د وسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين چارې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد د ټولګټو وزارت وسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د سيمهييزو مسوولينو، قومي مخورو، قراردادي شرکتونو د مسوولينو او انجنيرانو په شتون کې پيل شوې.