ډېر لوستل شوي

له متحده ايالتونو ناهيلی زېلينسکي؛ يو متحد اروپايي پوځي ځواک دې جوړ شي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلينسکي د يوه متحد اروپايي پوځي ځواک جوړيدو غوښتنه کړې او ټينګار يې کړی، چې د متحده ايالتونو د ملاتړ په اړه د ډاډ د نشتوالي له امله د اروپا لويه وچه بايد په خپل ځان بسيا شي.
نوموړي د المان د مونشن په امنیتي‌ کنفرانس کې وویل: “موږ باید د اروپا وسله‌وال ځواکونه جوړ کړو؛ ترڅو د اروپا راتلونکې یواځې پر اروپایانو بسيا وي او د اروپا په اړه تصمیم په اروپا کې ونیول شي. “
د اوکراين ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې کېيف د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په هڅو کې د څنډې ته کېدو او د مسکو په ګټه د یوې معاملې په اړه اندېښمن دی.

اړوند خبرونه