د روان کال په لړ کې د څه باندې ۳.۵ ميليارده افغانيو په ارزښت، د برېښنا اړوند ۲۰۶ پروژو تړونونه لاسليک شوي، چې له جملې يې د ځينو پروژو چارې بشپړې شوي او د ځينو دوام لري.
د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر د يوې خبرې ناستې پر مهال ويلي، په هرات کې د څلورو ولسوالیو لپاره د څلورو برېښنا کوټونو(سب سټېشنونو) جوړولو چارې روانې دي، چې ٤٠ زره پېرودونکي به له برېښنا څخه برخمن کړي.
ښاغلي عمر زياته کړې، چې افغانستان د لمریزې او بادي برېښنا د تولید لپاره ښه ظرفیت لري او موږ دې برخو کې پر تخنیکي څېړنو کار کوو او پانګوال پر دې برخه پانګونې ته هڅوو. د افغانستان د برېښنا شرکت د مسوولينو په وينا، چې د شاوخوا ۵۰۵ میګاواټه په ټولیز ظرفیت د برېښنا تولیدي فابریکو جوړولو لپاره د پانګونې ۱۴ پروژو د طرحو تحلیل او ارزونې چارې هم بشپړې شوې دي.