ډېر لوستل شوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير او زېلينسکي په جلا سفرونو کې سعودي ته رسېدلي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسراييلو وروسته سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د رويټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې چې نوموړی به په دې سفر کې د اوکراين او روسيې ترمنځ د روانې درې کلنې جګړې پای ته رسولو په تړاو له کېدونکو خبرو وړاندې د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
د يو بل خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولوديمير زېلينسکي هم نن سعودي عربستان ته رسېدلی او د دې هېواد له چارواکو سره يې ليدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې خبرې کړې او د جګړې د پای ته رسېدو په پار يې د مذاکراتو د پيل غوښتنه کړې.

اړوند خبرونه