د سټلایټ په مټ ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې صهیونست رژیم د اوربند سربېره لا هم د فلسطینیانو له ځورونې او د ملکیانو د کورونو له ویجاړونې نه دي لاس په سر شوي.
الجزیرې لیکلي چې صهیونستانو په رفح ښار کې ګڼ کورونه نړوي.
له بلې خوا، د بشر حقونو ځیني ملاتړي سازمانونه وایي چې صهیونستان فلسطیني بندیان تر وروستۍ شېبې شکنجه کوي.
دوی ویلي چې صهیونستان هغه بندیان چې له اسراییلي یرغملو سره تبادله کیږي، د ازادۍ تر وروستۍ شېبې ډول ډول ربړوي.

