ډېر لوستل شوي

فنلنډ اوکراين ته د وسلو پر لېږد ټينګار کړی

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب اوکراين ته د وسلو د لېږلو او پر روسیې يې د اعظمي فشار راوستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امريکا او روسيې ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په درشل کې کړې دي.
ويل‌کېږي، چې د اوکراین له جګړې څخه د چټک وتلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅو په اروپا کې انديښنې او بې باوري راپارولې ده.

اړوند خبرونه