د لوګر ځایي مسوولینو ویلي چې د شاوخوا ١٠ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر ډبرو او موزاییکو د تولید یوې کارخونې دې ولایت کې پر کار پیل کړی دی.
د مهمند د مرمر ډبرو او موزاییکو د تولید او پروسس کارخونه د یوه افغان پانګوال له خوا پر مخ وړل کیږي چې له مرمر ډبرو ورهاخوا ۶ ډوله نور ودانیز توکي هم بازار ته وړاندې کوي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست یوه مسوول ویلي چې دا کارخونه د عصري او پرمختللو ماشینونو او وسایلو پر مټ په ښه کیفیت سره د هېواد په کچه مرمر ډبرې او موزاییک له تولید او پروسس وروسته بازار ته وړاندې کوي.
د یادې کارخونې مسوول ویلي چې بازار ته په کتو او د خلکو له اړتیا سره سم به معیاري تولیدات بازار ته وړاندې کړي.