ډېر لوستل شوي

لښکرګاه؛ ټرافیکي پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ عبدالباري راشد پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلي چې نن مازیګر(دوشنبه، سلواغې ۲۹مه) یو موټرچلوونکي د ګرشک – لښکرګاه پر سړک هټۍ کې پر ناستو خلکو موټر خېژولی او یاد موټر هم یو نهر ته غورځېدلی دی.

ویل کیږي چې دې پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي راشد په وینا، موټرچلوونکی نیول شوی او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

اړوند خبرونه