ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: ځمکني واقعیتونه له هغو اوازو سره توپیر لري چې په بهرنیو رسنیو کې منعکسیږي

د اسلامي همکارۍ سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره ددې سازمان ځانګړي استازي طارق بخيت، او ورسره پلاوي يې د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپل اېکس لیکلي چې دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیت، ښوونې، نشه یي توکو سره د مبارزې، اقتصاد، پرمختيايي مرستو، په ياد سازمان کې د افغانستان اسلامي امارت د استازيتوب پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.
د بهرنيو چارو وزير د امنيتي، اقتصادي، ښوونیز، نشه یي توکو سره د مبارزې او له سیمې او نړۍ سره د ښکېلتیا په تړاو ویلي چې ځمکني واقعیتونه له هغو اوازو سره توپیر لري چې په بهرنیو رسنیو کې منعکسیږي.

اړوند خبرونه