ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنې يوسلو ۲۰ زره پناه غوښتونکي په جبري توګه اېستلي

د بشري حقونو نهو مؤسسو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۴ کال په لړ کې د اروپايي ټولنې له پولو د کډوالو په جبري توګه اېستلو تر يوسلو ۲۰ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو مؤسسو په راپور کې دغه راز راغلي، چې ډېر ځله پناه غوښتونکي په وهلو – ټکولو شړل شوي او داسي موارد هم ثبت شوي، چې هغوی په سمندر کې یا د سړې هوا له امله په ځنګلونو کې خپل ژوند بايللی دی.

د اروپايي ټولنې سرحدي ځواکونه له کډوالو سره دغه چلند په داسې مهال ترسره کوي، چې د يادې ټولنې او په نړيوالو قوانينو کې د پناه غوښتنې ټول حقوق تضمين شوي دي.

اړوند خبرونه