د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي له بهرنيو چارو او عدليې وزارت له چارواکو وروسته نن ورځ د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکايتونو اوريدلو وزارت له سرپرست شيخ محمد خالد حنفي سره کتلي دي.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي، چې په دې ناسته کې دواړو لوريو د دې وزارت پر فعالیتونو خبرې کړي دي.
په دې ناسته کې ښاغلي حنفي د اسلامي همکارۍ سازمان او د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې ياد سازمان کولی شي په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
ياده دې شي، چې د دې ناستې په ترڅ کې د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت د ځينو نړيوالو رسنيو او ادرسونو له لوري د ياد وزارت پر وړاندې نيوکې له حقيقت څخه لرې بللې او ټینګار يې کړې، چې دغه وزارت د اسلامي ټولنې بنسټيزه اړتيا ده. دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي تر دې وړاندې تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست او نن ورځ د عدليې وزارت له مسلکي مرستيال سره هم ناسته کړې ده.