ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ايران په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاريو په پراختيا ټينګار وشو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په کابل کې د ايران له سفير علي‌رضا بېګدلي سره کتلي دي.

د ياد وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاريو په پراختيا ټينګار شوی دی.

د دې خبرپاڼې له مخې، په سوداګريزو او اقتصادي برخو کې د سوداګرۍ راکړې ورکړې ، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته اسانتياوې رامنځه کول، د ټرانزيتي دهلېزونو د پراختيا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په تړاو خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې دغه راز د روغتيا او کرنې په برخو کې د همکاريو په ډېرولو او د تجاربو شريکولو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت له ايران سره د دوه اړخيزو ګټو پر بنسټ د اړيکو پياوړتيا ته ژمنتيا ښودلې او په ځانګړي توګه يې د سوداګرۍ، ټرانزيت، انرژۍ، کرنې او روغتيا په برخو کې د ګډو همکاريو د پراخولو هڅې روانې ساتلې دي.

اړوند خبرونه