د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ نن(سه شنبه، سلواغې دېرشمه) د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوې ده.
دې ناسته کې د سرپل ولایت د مقام له غوښتنې سره سم د الماس څلورلارې د فرهنګ په نوم، د امور زنان څلورلارې د استقلال په نوم، د آفردي څلورلارې د مطبوعاتو په نوم او د نظرګاه څلورلارې د وحدت په نوم ونومول شوې.
په ناسته کې همدا رنګه، د کندز ولایت د عیدي زاده ښارګوټي د مالک په غوښتنه د کمېسیون غړو پرېکړه کړې، که چیرې د یاد ښارګوټي په حقوقي، املاکي او استملاکي اسنادونو کې ستونزه نه پیدا کېږي؛ ددې ښارګوټي نوم دې د عیدي زاده ښارګوټي څخه د امام بخاري (رح) په نوم بدل شي.
یاده دې شي چې دې کمېسیون له دې مخکې هم د هېواد د ګڼو ځایونو او څلور لارو نومونه اړولي دي.