ډېر لوستل شوي

د کییف برخلیک د واشنګټن او ماسکو په لاسونو کې

د اوکراین ولسمشر تازه ویلي چې ریاض کې هغې غونډې ته نه دي بلل شوي چې د کییف د برخلیک په تړاو د مسکو او واشنګټن ترمنځ کېدونکې ده.

ولادیمیر زیلینسکي پرون دوشنبه خبرداری ورکړی، چې که په دې خبرو کې اوکراین برخه وانخلي نو پایله به ورته د منلو نه وي.

کرملین تازه ویلي چې امریکايي او روسي چارواکي به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

د اسوشیېټېد پرېس خبري اژانس د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف په حواله لیکلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف د سعودي پلازمېنې ریاض ته په سفر ځي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه ولادیمیر زیلنسکي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ریاض ته رسېدلي دي.

داسې ښکاري چې کییف برخلیک د یادو دوو هېوادونو په لاس کې دی او دا هېواد به وروستي پرېکړه عملي کوي.

یاده دې شي چې ډونالډ ټرمپ او پوتین تېره سه شنبه ویلي وو چې د مسکو ـ کییف د جګړې په تړاو به له نږدې خبرې وکړي.

اړوند خبرونه