مصر د غزې تړانګي د بيارغونې لپاره يو داسې تګلاره وړاندې کوي، چې فلسطينيان د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ نه شي.
د مصر د الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه حکومت د غزې په خاوره کې لومړی درې باامنه سيمي رامنځته کوي، چې فلسطينيان پکې مېشت شي او له هغې وروسته به د غزې د ورانو شويو سیمو په بیا رغونې پيل وکړي.
د مصر حکومت د غزې لپاره دغه تګلاره په داسې مهال وړاندې کوي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اوونۍ وړاندې ويلي و، چې فلسطينيان دې له غزې ووځي؛ تر څو دی د غزې تړانګه بيا ورغوي.

