د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هغه سوداګر او د خیریه بنسټونو استازي ستایلي، چې له بېوزله افغان کډوالو سره یې مرستې کړې دي.
دې غونډه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اقتصادي پرمختګ او هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی او کوښښ کوي چې له دې لارې د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا په کوربه هېوادونو غږ کړی چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
ورته مهال دې کتنه کې سوداګرو او د خیریه بنسټونو استازو ویلي، خصوصي سکتور هوډ لري، څو د اسلامي امارت په همکارۍ راستنېدونکو افغان کډوالو ته د کار ښه زمینه برابره کړي.