د پاکستان د خيبرپښتونخوا لکې مروت سيمه کې ولسي خلکو د پوځ پر وړاندې د جهاد خبر ورکړی دی.
په ټولنيزو پاڼو کې يوه ويډيو خپره شوې، چې د لکې مروت يو مشر د خپلې سيمې خلک د پاکستان پوځ پر وړاندې جهاد ته رابولي.
ويلکېږي، چې دغو ولسونو وسلهوال پاڅون کړی او سړکونو ته له ټوپکونو سره راوتي دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې تړاو تر دې مهاله کومې رسمي سرچينې څه نه دي ويلي.

