د پاکستاني امنيتي سرچينو ويلي، چې تېره ورځ د ډېره اسماعيل خان د کلاچي ولسوالي په بای پاس سړک کې چاودنې دوه پوځيان وژلي دي.
دغو امنيتي سرچينو زياته کړې، چاودنه د سړک په غاړه د اېښودلي بم له امله شوې، چې پکې د امنيتي ځواکونو دوه وسايط هم په نښه شوي دي.
ياده دې شي، چې د دغې چاودنې مسووليت د تحريک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ډلې په غاړه اخېستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو بريد شوی و، چې په پايله کې د يوه افسر په ګډون څلور عسکر وژل شوي وو.

