ډېر لوستل شوي

کندز کې به یو سربند ۲ زرو تنو ته د کارموندنې ترڅنګ زر جریبه ځمکه خړوبه کړي

د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ددې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په ګل باغ سیمه کې د یوه سربند د جوړونې خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چې د دغه سربند د رغولو چارې د یاد ولایت د کرنې وزارت په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي دي.
ویل کیږي چې دې سربند ۲ زرو تنو ته کارموندنه کړې او همدارنګه به شاوخوا زر جریبه ځمکه هم خړوبه کړي.
دا سربند به نه یوازې کروندې زرغونې کړي، بلکې ددې سیمو د اوبو ستونزه به هم ورسره هواره شي.

اړوند خبرونه