ډېر لوستل شوي

کندهار ښار؛ د ښکارپور دروازې سړک رغنیزې چارې پای ته ورسېدې

د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر د ښکارپور دروازې سړک د چارو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
د کندهار ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې د ښکارپور دروازې د سړک دویم پوړ هم قیر شوی او چارې یې بشپړې شوي دي.
ددې سړک ټولټال اوږدوالی ۲.۷ کیلومټره دی او ۴۰ متره پلنوالی لري، چې ټولټال ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

اړوند خبرونه