د اتلانو جام(چمپینز ټرافۍ) سیالۍ په کراچۍ ښار کې د پاکستان په سترې ماتې پیل شوې.
ددې سیالیو کوربتوب چې له پاکستان سره ده، نن په خپل کور کې مات شو.
په نننۍ سیالۍ کې نیوزلنډ لومړۍ توپوهنه وکړه چې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې ټولټال ۳۲۰ منډې جوړې کړې چې کوربه لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله او ټوله لوبډله یې په ۲۶۰ منډو وسوځېده.
یاده دې شي چې افغانستان هم د اتلانو د جام د اتو لوبډلو برخه ده چې لومړۍ لوبه به د سویلي افریقا پر وړاندې راتلونکې جمعه ترسره کړي.