د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو په معينيت کې د رسنيزو سرغړونو د اروزنې کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
ياد وزارت وايي، په دې غونډه کې د جهان راډيو ټلوېزيون او د غور ولايت سيمهييزو رسنيو ستونزې څېړل شوې دي.
دغه راز په دې غونډه کې ټاکل شوې کمېټې د اسلامي او ملې هويت د پياوړتيا په پار د القابو، کلمو او اصطلاحاتو په اړه خپل راپور د کمېسيون غړو سره هم شريک کړی دی.
ياده دې شي، چې په دې نوبتي غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستيال مهاجر فراهي، د مطبوعاتو او رسنيو د نظارت رييس مولوي صفيالله رائد او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی وو.