پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د سند ایالت له حکومتي ګودامونو ۱۷۰ زره بورۍ غنم غلا شوي دي.
د سرچینو له قوله ویل شوي، چې د ورکو شویو ۱۷۰ زره بوریو غنمو په تړاو څلور تنه د خوراکي توکو څارونکي نیول شوي.
سرچینې وړاندې ویلي چې یاد څارونکي ۱۴ ورځې وخت لري چې د ورکو شویو غنمو په تړاو حقیقت ووایي؛ کنه له دندو به ګوښه شي.