ډېر لوستل شوي

د کثافاتو د بیاکارونې (ریسایکلېنګ) پر لارو چارو غور کیږي

په ښارونو کې ګڼه ګوڼه، د ټرانسپورټي وسایطو ډېروالی، د خوراکي او ناخوارکي توکو پرېمانه کارونه، د نفوسو تراکم او نور ددې باعث کیږي، چې کله ناکله د ښار ښکلا پیکه او د ښاریانو له ورځني لګښته پاتې شوني د دوی د ځور لامل شي. ښارونو کې د کثافاتو او پاتو شونو زیاتېدنه د ښاریانو روغتیا هم ګواښي او د چاپېریال د ککړتیا سبب هم کیږي.
اوس د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې یې د کثافاتو او خځلو بیاځلې کارونې او یا ترې د انرژۍ د لاسته راوړنې لارې چارې چمتو شي. د کابل ښاروالۍ استازی او فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي ویلي چې د کثافاتو راټولونه د یاد ریاست دنده ده او د یادې چارې په پار یې منظم سیسټم رامنځته کړی دی.
ښاغلي بارکزي ویلي چې د کثافاتو بیا استعمال لپاره یې له یو لړ شرکتونو سره خبرې روانې دي، چې پایلې ته له رسېدو سره به یې عملي چارې پیل شي.
د کابل ښاروالۍ دې مسوول زیاته کړې چې د کثافاتو راټولنې ته منظمه ماشینری او تنظیفي کارکوونکي لري، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې کار کوي.
ښاغلي بارکزي د دولتي ورځپاڼو یوه خبریال ته په مرکه کې زیاته کړې: ((د کثافاتو ریسایکل سیستم هم مونږ په نظر کې لرو، مختلف شرکتونو راغلي، تماسونه او مکالمات ورسره لرو، چې نتیجې ته ورسېږو، نو خلکو ته به یې اعلان کړو.))
په دې برخه کې د پرمختللي میتودونو پلي کول کولی شي د هوا، اوبو او ځمکې ککړتیا مخه ونیسي، د اقتصاد لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي او د خلکو د ژوند کیفیت لوړ کړي.

د چاپیریال ساتنې کارپوهان وایي چې د طبیعي سرچینو ساتنه او خوندیتوب د حکومت او ملت ګډ مسوولیت دی. د دوی په وینا که خپل چاپیریال ته پاملرنه ونه کړو، په پاکوالي کې یې ناغېړي وکړو؛ دا زموږ او زموږ د کوچنیانو روغتیا ګواښي.
یاده دې شي چې نن سبا نږدې د ټولې نړۍ هېوادونه تولید شوي کثافات د بیاځلې کارونې وړ ګرځوي. نه‌تجزیه کېدونکي توکي او کثافات لکه پلاستیکونه، بوتلونه، ښېښې او کاغذونه بیاځلې ویلي کوي او بېرته ترې یاد توکي جوړیږي.

اړوند خبرونه