په غزنی کې پر (۳۸۵) تنو اړمنو کسانو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
په یادو مرستو کې اوړه، وریجې، بوره، غوړي، لوبیا او نور خوراکي مواد شامل دي.
دا خوراکي توکي د یوه خیریه بنسټ او د غزنی د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په ګډې همکارۍ چمتو شوي وو.
د غزنی د شهیدانو او معلولینو چارو ريیس مولوي محمدانور برادر یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار د یاد خیریه بنسټ له مسوولینو مننه کړې ده.