ټاکل شوې فرانسه نن د اوکراين د جګړې او د اروپا د امنيت په اړه د دويمې غونډې کوربهتوب وکړي.
د ډيپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، نننۍ غونډه کې به د کاناډا، ناروې، استونیا، لاتویا، لیتوانیا، چک جمهوریت، یونان، فنلنډ، رومانیا، سویډن او بلجیم چارواکي حضور ولري.
له دې سره د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې دوی اوکراین کې د تلپاتې سولې په لټه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراين جګړې د اروپا امنيتي فضا له نويو ننګونو سره مخ کړې، چې د سيمې هېوادونه يې د وضعيت ارزولو او حللارو موندلو ته هڅولي دي.