ډېر لوستل شوي

ملا عبداللطيف منصور: د ټاپ پروژه د افغانستان په ګډون ترکمنستان او پاکستان ته هم ځانګړی ارزښت لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور په مشرۍ د ټاپ پروژې د رهبري کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې ښاغلي منصور د ټاپ پروژې د ټرانزيتي او اقتصادي ښېګڼې يادې کړې او ټينګار يې کړی، چې دغه پروژه د افغانستان په ګډون ترکمنستان او پاکستان ته هم ځانګړی ارزښت لري.

د يادونې وړ ده، چې د دې ناستې په ترڅ کې د دغې پروژې د رهبري او تخنيکي کمېټو د دندو لايحه او د لارې د نقشې مسوده، چې ترکمنستان ترتيب کړې د نهايي کولو په موخه تر څېړنې لاندې ونيول شوه. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپ پروژې په پلي‌کيدو سره به افغانستان وکولی شي، چې د برېښنا لين د لېږد ټرانزيتي ګټې سربېره ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا هم له دې لين څخه واخلي.

اړوند خبرونه