ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د ناامنيو دوام؛ وسله‌والو د يو بس ۷ تنه سوارلۍ وژلې

پاکستاني چارواکي وايي، چې وسله‌والو تېره شپه ناوخته په بلوچستان ايالت کې د يوه بس ۷ تنه سوارلۍ په ډزو وژلي دي.

سيمه‌ييزو چارواکو ويلي، چې يوې وسله والې ډلې له دې بس څخه دغه اووه په نښه شوي پنجابيان راکښته کړي او بيا يې په ډزو وژلي دي.

ياده دې شي، چې د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې امنيتي پېښې ډېرې شوې او تېره ورځ هم په ډېره اسماعيل خان کې دوه پوځي موټرې په نښه شوې وي.

اړوند خبرونه