افغاني سرې مياشتې ټولنې په تېرو شپږ مياشتو کې په کابل، کندهار،ننګرهار، بلخ، هرات او کندز ولايتونو کې ۵ زره او ۳۹۹ رواني ناروغانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د يادې ټولنې مرستيال حافظ عزيزالرحمن نن (چهارشنبه، کب لومړۍ) د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې ويلي، چې د دغو کسانو له جملې ۱ زر او ۸۹۶ تنه تر درمنلې وروسته روغ خپلو کورنو ته لېږل شوي دي.
د دې ټولنې د مسوولينو په وينا، په تېرو شپږو مياشتو کې د ډنمارک هېواد د سره صليب په همکارۍ په کابل، هرات او ننګرهار ولايتونو کې ۵۰۰ اړمنو کونډو ته د ورځني ژوند اړتيا پوره کولو پروژې هم پلې شوې دي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، په دې لړ کې ۶۲۷ تنه سوالګرو له کورنيو سره ۴ ميليونه ۹۸ زره او ۱۳۲ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. د يادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت د هېواد په کچه د طبیعي او غیر طبيعي پېښو زیانمنو، یتیمانو، معلولینو، معیوبینو، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو سره مرسته کوي.