د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت په غزني کې د درې کيلو مټره فرعي سړک ګټې اخېستنې ته له سپارلو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه سړک د جعل اچولو او ترميم چارې د غزني د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست له لوري په اندړو ولسوالۍ کې بشپړ او ګتې اخېستنې ته سپارلې دي. د ويلو ده، چې د دې سړک په ګټې اخېستنې سره د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو ټرانسپورتي ستونزې هوارې شوې.