سوېډن حکومت اعلان کړی چې د هغه کس جسد یې سوځولی چې د قرانکریم سپکاوی یې کاوه.
د سوېډن حکومت ویلي چې د سلوان مومیکا جسد یې وروسته له هغې سوځولی، چې کورنۍ، خپلوانو او ملګرو یې د جسد له ترلاسه کولو ډډه وکړه.
د راپورونو له مخې، عراقي الاصله سلوان مومیکا چې په سوېډن کې یې څو ځله د قرانکریم سپکاوی کړی و، تېره میاشت په سټوکهولم ښار کې په ډزو ووژل شو.
ویل کیږي چې د پېښې پر مهال، هغه د ټیک ټاک په ژوندۍ خپرونه بوخت و.